ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،له و حشي صهیونیسټي رژیم سره د فلسطینیو بندیانو دمبادلې دعملیاتو په چوکاټ کې ددغه رزژيم له عوفر زندانه بیګا ۳۰نوره فلسطینیان هم خوشی شول او دخپلو کورنیو غیږو ته به ورسیږي.
د صهونیسټي رژيم دبندونو ادارې هم ددغو دیرشو کسانو خوشی کیدا چې په هغو کې پنځلس ماشومان او پنځلس هم میرمنې دي ، تائید کړي دي .
وئيل کیږي، ددغو فلسطینیو بندیانو وړونکی بس بیا د عوفر زندانه روان شوی او په لویدیځي غاړې کې بیتونیا ښارګي ته واردشوی او بندیان به هم ډير زر دخپلو کورنیو غیږو ته ورسیږي. دغه کسان په غزې کې د اسرائیلی بندیانو دخوشی کیدا په مقابل کې د فلسطینیو بندیانو د پنځمې ډلې په چوکاټ کې خوشي کیږي.
وروستي راپورونه ښئې چې په زیات احتمال سره به دوهم ځل تمدید شوی اوربند بیا له دو تر نهو ورځو پورې تمدید شی.